کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوږیاڼو ولسوالۍ کې د قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال ووژل شول او څلور مرکزونه یې تخریب شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1398 ساعت 11:19

د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .


ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي او د دوی څلور هغه مرکزونه لمنځه تللي،چې په کې وسلې،مهمات،چاودیدونکو او نورو توکو شتون درلود.
د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .
تېره ورځ هم د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار په سورګو سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوه میله کلاشینکوفونو سره یو ځای نیولي وو


د مطلب کود: 184238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184238/خوږیاڼو-ولسوالۍ-کې-د-قوماندانانو-په-ګډون-۲۲-داعش-وسله-وال-ووژل-شول-او-څلور-مرکزونه-یې-تخریب

آوا
  https://www.avapress.com