دغه ویډیويي پیغام تېره شپه په «الفرقان» ویبسایت کې خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د موصل په النور جومات کې پخپل وروستي ویډیويي پیغام کې راڅرګند شوی و.
د اسوشېټېډ پرس خبري اژانس د راپور لهمخې د داعش مشر په خپل تازه ویډیويي پیغام کې د خپل ډلې وروستۍ ماتې منلي دي او د سریلانکا د وروستیو چاودونو په اړه هم غږېدلی دی.
د داعش ډلې وسله والو په روان کال کې په عراق او سوریه کې تر خپل کنټروال لاندې ګڼې سیمې له لاسه ورکړي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ممکن په سوریه کې د مسکو په هوايي حملو کې وژل شوی وي، خو امریکا چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویلي یې و چې د هغه د اوسېدو ځای نا معلوم دی.