کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان شپېته هندي وګړي له زندانه خوشې کړل

آزادی رادیو , 10 ثور 1398 ساعت 15:14

پاکستان د دوشنبې په ورځ شپېته هندي وګړي له زندانه خوشې کړل.



د راپور له مخې، د دغو خوشې شویو له ډلې پنځه پنځوس یې کب نيوونکي وو چې له واګه پولې هندوستان ته انتقال کړل شول.
مسؤلینو دوی لومړی امرتسر ښار ته بوتلل او له هغه ځایه به خپلو کورو ته ولېږل شي.
د راپور له مخې، دا کب نیوونکي ځکه نيول شوي چې پاکستان وايي، په غير قانوني توګه یې د دې هېواد په اوبو کې کبان نيول.
یو راخوشې شوی بندي مشرف علي وايي، دی خوشاله دی چې بېرته خپل کور ته ځي.
ده وویل:
"دا ښه احساس دی چې بېرته کور ته ځم، خوشاله یم چې له خپلې مور، خور، ورور او وراره سره به بېرته وینم."
وروسته له هغه چې د فبرورۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمير کې په یوه ځانمرګي برید کې څلوېښت ملېشه پولیس ووژل شول، د هغې حملې مسؤلیت پاکستان مېشتو سخت دريځو واخيست.
 
د فبرورۍ په اووه ویشتمه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ وضعیت ډېر ترینګلی شو، کله چې د راپور له مخې هندوستان په پاکستان کې د سخت دريځو پر یوه روزنيز مرکز هوايي حملې وکړې.
د هندوستان او پاکستان تر منځ د ترینګلو اړیکو له کبله هغه زندانيان چې د دواړو هېوادونو په زندانونو کې يې د بند وخت بشپړ کړی وي، بیا هم په مياشتو بندي پاتې وي.


د مطلب کود: 184262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184262/پاکستان-شپېته-هندي-وګړي-له-زندانه-خوشې-کړل

آوا
  https://www.avapress.com