دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 184273
فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ کې طالبانو ۸ تنه وژل شوی
د فاریاب چارواکي د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د څو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش په دی اړه رسنیو ته وویل:
"تېره شپه د افغانستان د دولت دښمنانو پر شیرین تګاب ولسوالۍ حمله وکړه. زموږ د معلوماتو له مخې په نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي."
ښاغلي یورش دغه راز وویل چې افغان ځواکونو او ملکیانو ته په‌دغو نښتو کې زیان نه‌دی رسیدلی.
وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdca0yn6e49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته