کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله: خبریالان د «دولتي چارواکو» لخوا تهدیدیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1398 ساعت 17:54

د خبریالانو لپاره د مرګونې او وېرجنې ورځې یاد غونډه نن سه شنبه د یک تلویزیون په تالار کې ترسره شوه چې، د اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله، ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په شمول دولتي چارواکو، رسنیو مسؤلینو او د شهید شویو ژورنالیستانو د کورنیو غړو پکې ګډون درلود.



تېر کال په همدې ورځ ( د ثور میاشتې لسمه نېټه) په کابل، خوست او کندهار کې د جلا پېښو له امله د یک تلویزیون د خبریال غازي رسولي او انځور اخیستوونکي نوروز علي په شمول (۱۱) تنو خبریالانو او انځور اخیستونکو ژوند له لاسه ورکړ، چې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ او ویرجنه ورځ و بلل شوې.
په همدې ورځ تېر کال د کابل ښار اړوند شش درک سیمه کې سهار شاوخوا اته بجې ځانمرګی برید وشو، چې ګڼ شمېر خبریالان د پیښې د پوښښ په موخه راټول شول؛ پدې وخت کې دوهم ځانمرګې بریدګر د خبریالانو په خوا کې ځان ته چاودنه ورکړه او (۹) تنه خبریالان او انځوراخیستونکو ژوند له لاسه ورکړ (۷) نور ټپیان شول.
اجراییه ریس عبداالله عبدالله غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، د خبریالانو ستونزو ته باید جدي پاملرنه وشي او په وینا یې خبریالان د «دولتي چارواکو» لخوا تهدیدیږي.
د ملي امنیت شورا مرستیال حمدالله محب هم د بیان ازادۍ او خبریالانو په خوندیتوب ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې، سرتیري او خبریالان د ګډو موخو لپاره کار کوي او زیاته یې کړه چې، امنیتي ځواکونه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کار کوي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ډاد ورکړ چې، د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتي ټولې قضیې په منظم ډول څېړل کیږي.
د نوموړي له قوله، د ژورنالیستانو په وړاندې د زورزیاتي له (۱۰۰۰) زیاتو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
همهاله لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل چې، د خبریالانو په وړاندې زورزیاتی په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی او مونږ یې په اړه جدي اقدامونه کوو.
که څه هم تر ډېره خبریالان د ترهګرو ډلو داعش، طالبانو او ناپیژاندو ولسوالو لخوا په نښه کیږي، خو د خبریالانو او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د خبریالانو په شمول د ولسي وګړو د خوندیتوب مسؤل حکومت ګڼي.
دا په داسې حال کې دي چې، تېره اونۍ د یک تلویزیون مدیر مسؤل عبدالله خنجاني، چې غوښتل یې د رسنیو مرکز کې له نورو خبریالانو سره یو ځای په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړي؛ د ولسمشرۍ د ساتوونکو وهلی ډبولی و او د لږ وخت لپاره‌یې توقیف کړی و.
که څه هم د ولسمشرۍ چارواکو د دې کار په اړه بښنه و غوښتله او د پیښې په اړه یې د هر اړخیزې څیړنې هوکړه وکړه، خو تردې دمه د قضیې د څیړلو په اړه مالومات ندي ورکړل شوي.
د بیان ازادۍ په تېرو اتلسو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وینو په بیه ترلاسه شوې ده، خو لا هم د دغه لاسته راوړنې په مخ کې بیلا بیلا خنډونه او ننګونې پرتې دي.
هغه پوښتنه چې له پخوا د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو په ذهن کې راګرځي دا ده چې، ایا د وینو په بدل کې دا لاسته راوړنه به خوندي وساتل شي؟ ایا حکومت د ارزښت په سترګه ورته ګوري؟
په تېر کال د خبریالانو د کاري ژوند، خنډونه او ننګونې د دې پوښتنې ښه ښکارندویي کوي.
تېر کال د خبریالانو پر وړاندې تر ټولو خونړۍ کال و، چې د لومړي ځل لپاره خبریالانو په ډله ییز ډول خپل ژوند له لاسه ورکړ او دا لړۍ دوام لري.
تېر کال په مرکز او ولایتونو کې ګڼې داسې پیښې رامنځته شوې چې، د (۲۰) تنو خبریالانو په ګډون ګڼ شمېر د رسنیو کارکووونکو پکې شهیدان شول.
 


د مطلب کود: 184280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184280/عبدالله-خبریالان-د-دولتي-چارواکو-لخوا-تهدیدیږي

آوا
  https://www.avapress.com