تردې مخکې د حکومت يوې باوري سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاحالدین رباني د سفر مخه نیولې ده.
سرچینه وايي، ټاکل شوې وه چې ښاغلي رباني غوښتل د اپرېل پر٢٩مه دوحې ته لاړ شي او د اسیايي هېوادونو په یوه غونډه کې چې نن ترسره کېږي، ګډون وکړي.
د سرچینې په حواله ښاغلي رباني د دغه سفر په ترڅ کې د قطر د امیر تر څنګ غوښتل د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.
خو د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع رد کړله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)