د غزني ولایت د ولاړو اوبو د ریاست مشر انجنیر عبدالله«علیار» په خبره د دغه استنادي دیوال په رغولو سره به تر پنځه سوه جریبه ډیره کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه د سیلابونو له خطرونو او زیانونو څخه خوندي شي. د هغه په وینا د دغه استنادي دیوال اوږدوالی ۴۰۰ متره ده چې اوه «۷» ملیونه افغانۍ لګښت پري راځي چې د اوبو او انرژۍ وزارت د سواحلو د تحکیم پروګرام لخوا رغول کیږي. ټاکل شوي د سیلابونو له زیانونو څخه د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو او زرګونه هستوګنیزو کورونو د خوندیتوب پخاطر د غزني په بیلابیلو سیمو کې روان کال سلګونه متره استنادي دیوالونه ورغول شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)