د غزني ولایت د مرکز اړوند په روضه سیمه کې نن د اوه «۷» ملیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
غزني کې د (۷) ملیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د بنسټ ډبره کیښودل شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 ثور 1398 ساعت 10:30
د غزني ولایت د مرکز اړوند په روضه سیمه کې نن د اوه «۷» ملیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د غزني ولایت د ولاړو اوبو د ریاست مشر انجنیر عبدالله«علیار» په خبره د دغه استنادي دیوال په رغولو سره به تر پنځه سوه جریبه ډیره کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه د سیلابونو له خطرونو او زیانونو څخه خوندي شي. د هغه په وینا د دغه استنادي دیوال اوږدوالی ۴۰۰ متره ده چې اوه «۷» ملیونه افغانۍ لګښت پري راځي چې د اوبو او انرژۍ وزارت د سواحلو د تحکیم پروګرام لخوا رغول کیږي. ټاکل شوي د سیلابونو له زیانونو څخه د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو او زرګونه هستوګنیزو کورونو د خوندیتوب پخاطر د غزني په بیلابیلو سیمو کې روان کال سلګونه متره استنادي دیوالونه ورغول شي.
د مطلب کود: 184359