د سیمهییزې اردو دیارلسم ټولی تر روزنې وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته واستول شو.
دا ځواکونه په ختیځ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو په روزنیز کمپ کې وروزل شول.
د دې قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري وایي چې سیمهییزه اردو د ملي اردو په څېر مجهزه ده.
د ننګرهار د رسنیو دفتر څرګندوي چې تردې مخکې هم د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو ته د سیمهییزې اردو ۱۲ ټولي استول شوي دي چې ورسره د دغو سیمو امنیت ټینګ شوی دی.