دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 184373
غزني کې د کوټي شورا د دوو غړو او ۷ بهرنیو اتباعو په ګډون ۱۵ طالبان ووژل شول
د غزني ولایت په واغظ، مقر او زنخان ولسوالیو کې بیګاه شپه د افغان او ائتلاف ځواکونو په دریو هوایې او یو لړ کومانډویې عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قومندان، د هغوی د کوټي شورا د دوو غړو او ۷ بهرنیانو په ګډون ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ عرادي وسایط یې له منځه وړل شوي دي.
په لومړي اقدام کې پرون ماښام ناوخته ائتلاف ځواکونو د واغظ ولسوالۍ په ملک خیل سیمه کې د طالبانو پر یوه کاروان برید وکړ چې پکي د طالبانو د یوه مهم قومندان زیړګل مشهور په فیاض، د طالبانو د کوټي شورا د اقتصاد کمیسیون د ۲ غړو او ۷ بهرنیو طالبانو په ګډون لس(۱۰) تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ عرادي موټر، ۱ عراده موټرسایکل او ګڼ شمیر وسلي یې له منځه تللي دي. دغه راز تیره شپه ائتلاف هوایې ځواکونو د مقر ولسوالۍ په سنګاسي سیمه کې هوایې عملیات ترسره کړي چې پکي ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي. هاخوا ځانګړو ځواکونو تیره شپه د زنخان ولسوالۍ په اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې له لاسته راوړني پرته پای ته رسیدلي دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzab8frhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته