دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 184377
نن د سولې جرګې د کمیټو راپورنه جرګې له غړو سره شریک کیږي
نن د پنجشنبې په ورځ ( ثور ۱۲ مه) د سولې د مشورتي لویې جرګې په څلورمه ورځ د دغې جرګې د ۵۱ کمیټو رئیسان د خپلو کميټو راپورونه د جرګې د غړو سره په یوه علنې غونډه کې شریک کوي.

تیره ورځ د جرګې غړو په ۵۱ کمیټو کې پر هغو پوښتنو ژور بحثونه وکړل، چې دمخه دغو کمیټو سره شریکې شوې وې او د دغو بحثونو په پایله کې هرې کمیټې يې په اړه یو لنډ راپور برابر کړ، چې په نننۍ غونډه کې به د ګډونوالو سره شریک شي.
په دغو پوښتنو کې سولې خبرو ته د طالبانو هڅولو لپاره لارې چارې لټول، د سولې په خبرو کې د ملي ارزښتونو ساتنه، طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د غړو ترکیب او د ګانډیو او نورو هغو هیوادونو په وړاندې د افغانستان دریځ، چې په دغه هیواد کې د وسله والو مخالفانو سره د ملاتړ تورونه پرې پوري دي.
د ترتیب شوې، کړنلارې له مخې د هرې کمیټې رئیس به په پنځه دقیقو کې پر دغو مسلو خپل نظریات د نن ورځې په اوږدو کې د جرګې له غړو سره شریک کړي.
د سولې د مشورتي جرګې رئیس عبدالرب الرسول سیاف د نننۍ غونډې په پیل کې وویل، چې د دغو ۵۱ کمیټو راپورونه به په یو راپور کې راټولیږي او ګډ راپور به بیا د جرګې د اعلامیې د خپریدو وړاندې د جرګې غړو سره هم شریک شي.
ښاغلي سیاف وویل "که چیرې د کوم یو راپور په اړه د چا سره کومه ملاحظه وي، خامخا هغه د کمیټې په بحثونو کې حل شوې به وي، د مجلس د نظم او عزت د ساتلو لپاره ، دا مجلس د ټول ملت عزت تمثیلوي ، که چیرې د کوم دوست سره کومه ملاحظه وي، ودې لیکې مونږ چمتو یو، چې ملاحظه یې په پام کې ونیسو".
د جرګې رئیس وویل، چې د دغې جرګې پر غړو باندې به د هیچا نظر ونه تپل شي او غړي په پوره خپلواکۍ د ټاکل شوې اجندا په اړه یو بل سره خپل نظریات شریکوي.
ښاغلي سیاف وویل، چې د جرګې د جوړیدو وړاندې، چې کومې اندیښنې وې، چې دا جرګه به د سولې مسلو پرته د نورو سیاسي اهدافو لپاره وکارول شي، اوس به څرګنده شوې وي، چې دا جرګه د سولې له مسلې پرته نور اهداف نه تعقیبوي.
ښاغلي سیاف وویل " هغه ورځ مې د کمیسیونونو د محترمو رئیسانو په غونډه کې دا خبره وکړه، چې دلته نه د چا د ملاتړ لپاره راټول شوي یو، نه له چا څخه د ملاتړ لپاره راټول شوي یو او نه هم د کوم ځانګړي شخص د کمپاین لپاره دلته راټول شوي یو، تاسو اجندا لیدلې ده".
د سولې مشورتي جرګې رئیس دا ومنله، چې د جرګې پر غړو د اجندا له ویشلو وړاندې داسې اندیښنې وې.
د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندانو اندیښنه ښودلې ده، چې ممکن جمهور رئیس محمد اشرف غني به دا جرګه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره وکاروي.
د غو کاندیدانو د ادعا له مخې، د همدې اندیښنو له امله د جمهوري ریاست ۱۲ کاندیدانو او یو شمیر سیاسي ډلو په دغه جرګه کې د برخې اخیستلو څخه ډډه کړې ده.
ټاکل شوې د نن ورځې په پای کې به د جرګې ګډونوال افغان حکومت ته د سولې د خبرو په برخه کې خپلې سپارښتنې په یوه اعلامیه کې راټولې کړي.
ټاکل شوې د جرګې ګډه اعلامیه به د جمعې په ورځ خپره شي. د کړنلارې له مخې د جرګې د غړو د ګډو سپارښتونو د اعلان پر مهال به جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د سولې د جرګې په وروستۍ غونډه کې ګډون وکړي.
د سولې مشورتي لویې جرګې د بحثونو لپاره څلور ورځې په پام کې نیول شوې وې، خو اوس داسې ښکاري، چې دا جرګه به د یوې بلې ورځې لپاره هم دوام وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfejdyew6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته