په ګیرو ولسوالۍ کې یواځینی دولتي کلینیک( د پنا روغتیایې مرکز) چې له تیرو نهو کلونو راهیسي د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له کبله تړلی وو، د عامي روغتیا ریاست په هڅه او د قومي مخورو په ملاتړ پرانستل شو. یاد روغتیایې مرکز چې د ولسوالۍ مرکز ته نیږدي پروت وو، د مخالفینو لخوا له دي کبله تړل شوی وو، چې هغوی غوښتل دغه روغتون د هغوی په خوښه یوه بل ځای کې فعالیت وکړي. د یادولو وړ ده چې په ګیرو ولسوالۍ کې تیر کال په داسي حال کې دري روغتیایې سب سنټرونه ایجاد شول چې په یاده ولسوالۍ کې هیڅ دولتي روغتیایې مرکز شتون نه درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)