دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 184388
سیاف: ترڅو چی جرګې ټول غړۍ پرې سلا شوي نه وي جرګې وروستۍ اعلامیه دی خپور نه شی
په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف نن د دغې جرګې د کمیټو راپورونو د وړاندې کولو پر مهال وویل تر څو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نه‌وي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه نه خپروي.

سیاف په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه یوازي د سولې لپاره ده د هیڅ چا په پلوي کمپاین نه کوي.
د مشورتي لویې جرګې د اجڼدا له مخې نن پنجشنبه به ټولې کمیټې خپل وړاندیزونه په علني توګه اوروي او دغه وړاندیزونه به سره توحید کیږي یو پرېکړه لیک به  ورڅخه چمتو کېږي تر څو د جمعې په ورځ په وروستۍ غونډه کې  یاد پرېکړه لیک اعلان شي.
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان ډېر شمېر سیاستوالو او د ولسمشرۍ ټاکڼو نوماندانو دغه جرګه یوه فرمایشي او حکومتي جرګه بللې او دغه راز یې په دې جرګې کې د نه ګډون په اړه اعلامیې هم خپرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdch6knz623n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته