دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 184390
جمهوررئیس غني: د افغانستان ملي یووالی متوازن پرمختګ پورې اړه لري
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د والیانو او انکشافي او زېربنایي سکتور وزیرانو غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه په پیل کې د تخار والي عبدالحق شفق او د پنجشېر والي کمال الدین نظامي د والیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد د ولایتونو د کلي وضعیت واضح تحلیل یې وړاندې کړ.
دوی دغه راز د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، له ولایتونوسره د پروژو په برنامه رېزۍ کې د همغږۍ د نشتوالي، اسختدام، په استخدامونو کې د سیاسي مداخلې د مخنیوي، پر وخت د معاشاتو د ورکړې، د ودانیو کیفیت ته د پاملرنې، د روغتیایي مرکزونو د کمبود، پر وارداتي درملو د څارنې د نشتوالي، په روغتیایي مرکزونو کې د لازمو وسایلو د نشتوالي، د عوایدو راټولو د ستونزې، د ماسټرپلانونو تطبیق ته د پاملرنې،  د دولتي املاکو د غصب د مخنیوي او نورو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه له جمهوررئیس او انکشافي او زېربنایي سکتور وزیرانو سره شریک کړل.
وروسته د پوهنې وزارت سرپرست مېرویس بلخي، د لوړو زړه کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري، د عامې روغتیا وزارت معین ډاکټر فدامحمد پیکان، د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئیسې ندیمې سحر، د کلیوپراختا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني، د ترانسپورټ وزیر یما یاري، د انرژۍ او اوبو وزارت معین انجینر خان محمدتکل، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معینې خاطرې سادات د برنامو او د هغو په تطبیق کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې والیانوسره دې ګډې او اختصاصي غونډې جوړې شي، ترڅو ستونزې وارزول شي او د والیانو په مشوره ورته مناسبې حل لارې ولټول شي.
ورپسې جمهوررئیس غني د والیانو د منسجمو نظریاتو او تحلیل څخه د مننې ترڅنګ والیانو سره د غونډو پر دوام ټینګار وکړ. هغه وویل د ولایتونو د وضعیت واضح او کلي تصویر دې ترلاسه شي چې د هغه په رڼا کې د ولایتونو لومړیتوبونه مشخص او د هغه مطابق انکشافي برنامې پلانګذاري او تطبیق شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، له ولایتونو سره د وزارتونو او مرکزي ادارو د اړیکو ډول اساسي ستونزه ده او دا چاره د دې لامل ګرځېدلې چې مرکز او سیمه ییزې ادارې په معلوماتي خلا کې واقع شي.
هغه زیاته کړه، د وزارتونو او سیمه ییزو ادارو د اړیکو په ډول کې تغییر مهمه اړتیا ده او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه په دې اړه لایحه ترتیب او کابینې ته وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني د سیمه ییزو ادارو د رول او صلاحیتونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او وې ویل، د مرکز او ولایتونو په اداري تشکیلاتو کې ستونزې موجودې دي او باید د سیمه ییزو ادارو څارنیز رول او بودجوي صلاحیتونه روښانه شي. هغه زیاته کړه، تشکیلات مجدد غور او اساسي تغیراتو ته اړتیا لري او له والیانو او وزیرانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې طرحې ورسره شریکې کړي.
د هېواد جمهوررئیس دغه راز وویل، په ټولو وزارتونو او ولایتونو کې پټ استخدام موجود دی چې د تشکیلاتو د پړسوب او د خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت د راټیټولو لامل ګرځیدلی دی. جمهوررئیس زیاته کړه، د پټو استخدامونو فرهنګ باید پای ومومي او ټولې تبدیلۍ او استخدامونه دې د اصولو او قواعدو پر بنسټ وشي.
جمهوررئیس غني د سیمه ییزو ادارو د مامورینو د معاشاتو د ورکړې ستونزې ته په اشارې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې پر وخت دې د معاشاتو د ورکړې اساسي طرحه جوړه او د معاشاتو د مرکزي ورکړې سیستم پر جوړولو دې کار وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د انکشافي برنامه رېزۍ د ستونزې لامل والیانو سره د وزارتونو نه مشوره وبلله او وې ویل، په انکشافي برنامه رېزۍ کې باید کافي مشورې وشي او دا ډول برنامه رېزي تغییر ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د افغانستان ملي یووالی په متوازن انکشاف پورې اړه لري.
جمهوررئیس غني د پروژو او خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره د والیانو ټول نظریات او وړاندیزونه موثر وبلل او ټینګار یې وکړ چې د والیانو او وزیرانو ترمنځ دې دغه دوه اړخیزې خبرې دوام ومومي، ترڅو د سیمه ییزو لومړیتوبونو پر بنسټ خدمات وړاندې شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoyn6w49nae1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته