کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په قطر کې ملابرادر له آلماني مارکس پوتزیل سره لیدلي

12 ثور 1398 ساعت 15:04

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل د چهارشنبې پر ورځ( د غویی ۱۱) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر اخند سره ولیدل .



د طالبانو د سیاسي دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د مسئلې پر سوله ییز حل، له امریکایانو سره پر روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو ټینګار کړی، چې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې حل لپاره باید له موجوده فرصتونو ګټه پورته شي.
دغه راز د آلمان هېواد ځانګړي استازي د سولې په برخه کې د خپل هېواد له مرستې او په دې اړه له مثبت رول لوبولو ډاډ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شوي او طالبانو ویلي، چې د دې پړاو خبرې به هم د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د یو ډاډمن افغانستان پر شتوالی راوڅرخیږي.
 


د مطلب کود: 184391

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184391/په-قطر-کې-ملابرادر-له-آلماني-مارکس-پوتزیل-سره-لیدلي

آوا
  https://www.avapress.com