دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 184395
د سولې تر بشپړه تامین په افغانستان کې د ناټو د پاتې کېدو ژمنه
د ناټو ملکي استازي، نیکولاس کي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ وايي ناټو اجازه نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو امن پټنځای بدل شي.

ښاغلی کې وايي تر هغې چې افغانستان کې تل پاتې سوله تامین نشي او د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه وي لاړ، ناټو په افغانستان کې خپل مامویت ته دوام ورکوي.
دی زیاتوي افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ کوي، خو که د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د خلکو د اتلسو کالو لاسته راوړنې ونه ساتل شي، نو ناټو او د افغانستان خلک به دا ډول سوله ونه مني.
هغه وړاندې وايي:«له افغانانو سره د مرستو کول زموږ مسوولیت دی او دا چې غږ یې واوریدل شي. د خبرې یې په پام کې ونیول شي او همداراز په سولې په خبرو کې شاملې شي.»
د ناټو ملکي استازي همداراز په هېواد کې د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ بشري حقونه او ولسواکۍ ته پام هم اړین بولي.
ښاغلی کې زیاتوي:«د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې باید حفظ شي او دوام وکړي. لکه د ولسواکۍ په پام کې نیول او د بشري حقونو رعایت.»
ده همداراز افغانستان کې د سولې راوستو یوازېنۍ لاره د تاوتریخوالیو کمېدل بولي او ترڅنګ یې د طالبانو د پسرلنیو پوځي عملیاتو پیل غندي او له دې ډلې غوښتنه کوي چې د افغانانو د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب اوايي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1jdytw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته