د دې وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پرون د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل:
"مونږ دوه دېرش عملیات وکړل، د داعش او طالبانو د ډلو پر ضد مو چې غوښتل يې لویه جرګه ګډه وډه کړي، د شپې او د نیونو خاص عملیات وکړل."
مشورتي لویه جرګه پرون د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره چې په کې پر سوله، اوربند، بین الافغاني خبرو او د افغانستان اساسي قانون او د وګړو اساسي حقونو ته په درناوي ټینګار شوی دی، پای ته ورسېده.