کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی نن بیا په قطر کې خبرې پیلوي

ازادی رادیو , 14 ثور 1398 ساعت 9:10

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی په قطر کې بیا خبرې پیلوي.


د طالبانو د قطر د دفتر یوه مسؤل سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د جمعې د ورځې تر دمې وروسته دواړو لوري نن بیا خبرې کوي.
زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د خبرو شپږم پړاو پیل کړ.
ښاغلي خلیلزاد د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبد الغني بردار سره کتنه وکړه او په خپل وروستي تازه ټوېټ کې يې ویلي چې اوس وخت را رسېدلی چې طالبان وسله کېږدي او سولې ته مخه کړي.
خو طالبانو نه یوازې د خلیلزاد غوښتنه رد کړې، بلکې په یوه تازه بیان کې يې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سولې او اوربند پېشنهاد ته هم نه ځواب ویلی دی.


د مطلب کود: 184441

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184441/زلمی-خلیلزاد-او-طالب-پلاوی-نن-بیا-په-قطر-کې-خبرې-پیلوي

آوا
  https://www.avapress.com