کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو او ناټو د سولې د مشورتي لويې جرګې د پرېکړو ملاتړ کړی

ازادی رادیو , 14 ثور 1398 ساعت 9:15

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه د سولې د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې ملاتړ کړی دی.



ملګرو ملتونو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د مشورتي لويې جرګې له خوا غوښتل شوی اوربند به په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي او د افغانانو ژوند به وژغوري.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي چې ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په هدف له ټولو ښکېلو خواو سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
یوناما په بریالیتوب سره د مشورتي لويې جرګې د پای ته رسېدو له امله د دې جرګې ګډونوالو ته مبارکي ویلې ده.
ناټو تړون هم په کابل کې د جوړې شوې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو او غوښتنو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ناټو تړون ملکي استازي نیکولاس کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي دي چې دې جرګې یو لوی پیغام ورکړ او اوس د سولې وخت دی او طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي.

 
 
د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په خپل ټوېټ کې د مشورتي لویې جرګې د ښه امنیت نیولو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه هم کړې ده.
د سولې مشورتي لويه جرګه پرون د سمدستي اوربند، بین الافغاني خبرو اترو د پیل، د زندانیانو د تبادلې، د افغان امنیتي ځواکونو د حفظ او په همغږۍ او غور سره له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو د وتلو د غوښتنو په شمول له ۲۳ مادو جوړ پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده.
وسله والو طالبانو پرون په یوې اعلامیه کې د سولې مشورتي جرګه یوه فرمایشي ناسته وبلله او د اوربند او له افغان حکومت سره يې د مخامخ خبرو په ګډون د دې جرګې غوښتنې رد کړي.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې تر څو پورې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، د دوی وسله وال فعالیت به دوام ولري.
د طالبانو د قطر د دفتر یوه مسؤل سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې اکثره افغانان سوله غواړي، خو د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو موجودیت د جګړې د دوام سبب دی.
 


د مطلب کود: 184442

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184442/ملګرو-ملتونو-او-ناټو-د-سولې-مشورتي-لويې-جرګې-پرېکړو-ملاتړ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com