دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 184466
د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د بغلان ولایت پر بُرکه ولسوالۍ د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳۰ طالبان وژل شوي او له لس ډېر ټپیان دي.
د بغلان ولایت د خبرپاڼې له مخې؛ وسلوالو طالبانو د جمعې پر شپه ناوخته د بُرکې ولسوالۍ د نیولو لپاره بریدونه پیل کړل؛ خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پای کې له ماتې سره مخ شول.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې عملیاتو کې د طالبانو یو هاموی موتر هم له منځه وړل شوی دی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
له سیمې څخه یو شمېر سرچینو څرګنده کړې، چې په دې نښتو کې لس سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepe8zpjh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته