تېره ورځ د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر تعلیمي مرکزونو هوايي او توپچي بریدونه شوي، چې پکې د ازبیک او پاکستانیو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
کونړ کې په هوایي بمباریو کې دبهرنیانو او مهمو قومندانانو په ګډون( ۴۹) دداعش وسله وال وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 ثور 1398 ساعت 13:55
تېره ورځ د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر تعلیمي مرکزونو هوايي او توپچي بریدونه شوي، چې پکې د ازبیک او پاکستانیو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
مرستیال والي ګل محمد بیدار وايي وژل شویو کې د ازبیک جنګیالیو مشر اسماعیل هم شامل دی، چې پخوا په القاعدې ډلې پورې اړوند و.
نوموړی وویل بمبار او توپچې ډزې تیره ورځ د ګډو ځواکونو له لوري د داعش ډلې پر تعلیمي مرکزونو شوي، چې له داعش پرته پکې بل چاته زیان نه دی اوښتی.
مرستیال والي دغه راز وايي، ۴۳ داعشیان په هوايي او ۶ توپچي بریدونو کې وژلی شوي دي
د مطلب کود: 184467