دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 184470
په قطر کې د طالبانو دفتر: د امریکا او طالب استازو په مذاکراتو کې پرمختګ شوی
په قطر کې د طالبانو دفتر وايي چې د امریکايي استازو او طالب پلاوي په شپږم پړاو مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

په قطر کې د طالبانو دفتر وايي چې دوی له امریکايي لوري سره په مذاکراتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د زماني جدول پر سر د اختلافاتو د له منځه وړلو او نورو مسایلو په سر موافقې ته نږدې شوي دي.
دغه خبرې د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وکړې.
خو دا چې په نورو مسایلو کې څه څه شامل دي، نوموړي په دې اړه جزیات ورنه کړل.
بل خوا د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر هم وايي چې د قطر د شپږم پړاو مذاکراتو په اجنډا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد د کار نه اخیستلو موضوعات شامل وو چې پرمختګ په کې راغلی دی.
سیدا اکبر اغا ازادي راډیو ته وویل:
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سیدا اکبر اغا
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سیدا اکبر اغا
​"زما د معلوماتو له مخې، ځیني طالبان وايي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد د نه استفادې په برخه کې په خبرو کې پرمختګ شوی، دا چې څنګه او څومره شوی، په دې اړه دقیق اطلاعات نه لرم."
د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ شپږم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ پيل شوې او د سهیل شاهین په وینا، ټاکل شوې چې دغه خبرې دوه ورځې نور هم دوام وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په یو ټوېټ کې له طالبانو غوښتي چې وسلې پرځمکه کېږي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترهګرۍ پرضد مبارزه، بین الافغاني مذاکرات او یو جامع اوربند د دوی او د طالب پلاوي د خبرو مهم ټکي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ځوابیه ټوېټ کې لیکلي چې خلیلزاد دې له مونږ څخه د وسلې ایښودلو فکر نه کوي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه وحید مژده چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو روان مذاکرات له نږدې څاري، وايي چې د خلیلزاد او طالبانو وروستي دریځ ته په کتو داسې ګمان نه کېږي چې په روانو مذاکراتو کې دې په اسانه پرمختګونه وشي.
د سیاسي چارو افغان شنونکی وحید مژده
د سیاسي چارو افغان شنونکی وحید مژده
ده وویل:
"زه ډېر باوري نه یم، داسې پرمختګونه شوي چې طالبان یې غواړي، طالبان غواړي چې په کم وخت کې دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، که امریکایان چمتو وي، بیا ویلای شو چې پرمختګ شوی، خو خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې وسلې پرځمکه کېږي، نو له دې معلومېږي چې د دواړو د خبرو ترمنځ اوس هم واټن شته."
طالب او امریکايي چارواکو د دغو خبرو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
خو د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سیدا اکبر اغا وايي، ټاکل شوې چې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ خبرې اووم پړاو ته ولاړې شي.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcjaxevyuqeoxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته