دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 184471
ادوغان: ترکیه په افغانستان کې د سولې د هڅو هرکلی کوي
د ترکیې ولسمشر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې د هڅو هرکلی کوي او په دې هېواد کې د یوې دایمي، عادلانه او داسې سولې چې د عملي کېدو وړ وي، ملاتړ کوي.

رجب طیب اردوغان دا خبرې په استانبول کې له افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د جمعې په ورځ په لیدنه کې کړې دي.
اجرائیه ریاست وايي، ښاغلی عبدالله د ولسمشر اردوغان په رسمي بلنه ترکیې ته سفر کړی دی.
د افغانستان د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خولې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې د نویو غړو د کار د پیل هرکلی کوي او د ولسواکۍ په ټينګښت کې یې یو ګام بولي.
د اجرائیه ریاست په وینا، ښاغلي اردوغان په دې لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه ویلي چې ترکیه د ازادو او باوري انتخاباتو ملاتړ کوي او د افغانستان او سیمې د سولې ثبات لپاره یې مهم بولي.
اعلامیه د افغان اجرائیه رئیس عبدالله له خولې وايي چې افغان حکومت د شفافو او باوري انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او د انتخاباتي کمېسونونو له لارې په دې برخه کې هڅې دوام لري.
ترکیه او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او دې هېواد په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان په روابطو کې د منځګړي رول ترسره کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0yn6649nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته