کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ۶۹۲ داخلي او راستانه شویو کورنیو سره د څه باندې اته میلیونه افغانیو نغدي مرستې د ویش لړۍ پیل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 ثور 1398 ساعت 14:48

نن د سه شنبې په ورځ د غويي په ۱۰ له غرمې وړاندې د لغمان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست له لوري له ۶۹۲ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش لړۍ رسماً د مرستیال والي په لاسونو پیل شوه.



د لغمان ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رئیس شاکر الله شاکر د معلوماتو له مخې چې د اکټېډ موسیسې په همکارۍ یې په مرکز او ولسوالیو کې له سروې وروسته له ۶۹۲ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویشل چارې ترسره کړې، چې هرې کورنۍ ته به ۱۲۲ زره افغانۍ وویشل شي.
نوموړی وایي، له یادو راستانه شویو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره له دې وړاندې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ترسره شوې ده.
په ورته مهال د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست له مسوولینو او همکاره موسیساتو څخه مننه وکړه چې تل یې د کډوالو ستونزو ته په وخت رسیدګي کړې ده.
هغه وویل، په ولایتي کچه هڅه روانه ده چې د ټولو داخلي او راستانه شویو کورنیو هر اړخیزو ستونزو حل ته په وخت رسیدګي وشي.
په همدې حال کې د اکټېډ موسیسې استازي هم له خپل لوري یادونه وکړه چې دوی هڅه کوي ترڅو په لغمان ولایت کې له ټولو داخلي او راستانه شویو کورنیو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته ترسره کړي.
بل لورته یو شمېر مرسته اخیستونکو کورنیو هم له ولایتي اداره او د کډوالو ادارې څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو غوښتونکي هم شول.
 


د مطلب کود: 184474

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184474/له-۶۹۲-داخلي-او-راستانه-شویو-کورنیو-سره-د-څه-باندې-اته-میلیونه-افغانیو-نغدي-مرستې-ویش-لړۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com