دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 184480
په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي.

د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یو موتر وسلوال برید کړی، چې درې کسان یې وژل شوي او دوه نورټپیان دي.
ولایتي چارواکو ویلي، چې دغه برید  طالبانو کړی؛ ځکه، چې پېښه د طالبانو په تر څارنې لاندې سیمه کې رامنځته شوې؛ خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
غزني د مرکزي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی، چې تل ترې د مرکز په ګډون له لیرې پرتو سیمو د ناامنیو راپورونه وړاندې شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaayn6w49nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته