دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 184483
خلیلزاد: د تاوتریخوالې پر کمېدو موافقه اخلاقي مسؤلیت دی
د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې د هر بهیر په پایله کې ټولې ښکېلې خواوې وسلې پر ځمکه ږدي.

ښاغلی خلیلزاد دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کوي چې طالبانو د وسلو ایښودلو په اړه د نوموړي د تېرې ورځې غوښتنې ته سخت غبرګون وښود.
زلمی خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي چې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د ټولو غاړو موافقه د یادو پایلو تر لاسه کولو په لور لومړنی قدم دی.​
نوموړي د شنبې په ورځ په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"د سولې د هر بهیر په پایله کې ټولې ښکیلې غاړې وسلې په ځمکه ږدي. د تاوتریخوالي پر کمیدو د ټولو غاړو موافقه، دغو پایلو ترلاسه کولو په لور اړین قدم او یو مسولانه اخلاقي انتخاب هم دی."

ښاغلی خلیلزاد چې دا مهال د قطر مرکز دوحه کې له وسله والو طالبانو سره د افغان سولې په اړه په شپږم دور مذاکراتو بوخت دی تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي و چې طالبانو څخه یې په ټینګه د تاوتریخوالې بندولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي و چې طالبانو ته یې ویلي، افغانان چې ستاسو وروڼه او خویندي دي، نور جګړه نه غواړي.
خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې وه چې طالبانو ته ویلي چې نور د وسلې ایښودو، جګړې او تاوتریخوالې پای ته رسېدو او د سولې له بهیر سره د یو ځای کېدو وخت رارسېدلی دی.
خو وسله والو طالبانو تېره ورځ د ښاغلي خلیلزاد د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې نوموړی دي له دوی څخه د وسلې ایښودو تمه نه لري.
د افغان سولې په اړه امریکايي او طالب استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې.
زلمي خلیلزاد ویلي و چې سولې ته د رسېدو لپاره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه ډاډ، بین الافغاني خبرو، سرتاسري اوربند او د تاوتریخوالې پر کمېدو خبرې کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjo0fsyt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته