د ولسي جرګې نوي غړي د ادارې پلاوي د ټاکلو پر سر له ستونزو سره مخ دي.
د ولسي جرګې نوي غړي د ادارې پلاوي د ټاکلو پر سر له ستونزو سره مخ دي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 ثور 1398 ساعت 16:42
د ولسي جرګې نوي غړي د ادارې پلاوي د ټاکلو پر سر له ستونزو سره مخ دي.
د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې په پیل سره یو شمېر وکیلان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون غږ کوي چې د جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره باید د کابل ولایت د انتخاباتو نتایج ژر تر ژره اعلان کړي.
دوی وايي، د کابل د انتخاباتو په نتایجو کې ځنډ د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د جرګې یوې غړې فاطمې عزیز د شنبې د ورځې عمومي غونډه هم غیر قانوني او د کورنیو اصولو خلاف یاده کړه او ویې ویل:
"زما په اند زمونږ نننۍ جلسه د افغانستان اساسي قانون او د جرګې د کورنيو اصولو خلاف ده، ځکه لومړی باید مونږ اداري پلاوی وټاکو او د جرګې اجنډا هم د رئیسانو کمېټه انتخابوي، نو لومړی باید مونږ انتخابات وکړو."
په ورته وخت کې مهرداد افضلي وویل، د کابل وکیلان د ولسي جرګې یوه برخه ده او باید نتایج یې ژر تر ژره معلوم شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سيکانو او کوچیانو د حوزو په ګډون د ۳۲ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې، خو لاهم د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.
د ولسي جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې، خو د کندهار ولایت انتخابات بیا په یوه اوونۍ ځنډ سره ترسره شول.
ټاکل شوې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې انتخابات له ولسمشریزو انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک بلل شوي چې ان له امله یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخواني غړي څارنوالۍ ته معرفي او ممنوع الخروج اعلان شول.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوې رهبري وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره د کابل د انتخاباتو نتایج هم اعلان کړي.
د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، کله چې هم د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له خوا دا پایلې له دوی سره شریکې شي، اعلان به یې کړي.
د مطلب کود: 184490