کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: مشورتي لویې جرګې نوې لاسته راوړنه نه لرل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 ثور 1398 ساعت 16:48

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې تر پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته ویلي، چې دغه جرګې نوې لاسته راوړنه نه لرل.



عبدالله عبدالله پرون جمعه په ترکیه کې د دغه هېواد له دولتي اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي:" د لویې جرګې د تر سره کېدو پرمهال د دولتي او قتصادي فعالیتونو د بندېدو ترڅنګ، خلکو ته د درنو مالي زیانونو په رسېدو سره زموږ د هېواد په اړه نوې لاسته راوړنې نه لرل."
دا په داسې حال کې ده چې د عبدلله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټاکنیز ټېم تر دې مخکې هم د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه تحریم کړې وه.
مشورتي لویه جرګه د روانې غوايي میاشتې پر ۹مه په کابل کې پيل شوې وه چې پرون جمعه پای ته ورسېده.
په دغه جرګه کې د افغانستان د ټولو ولایتونو ۲۳۰۰ تنو استازو ګډون کړی و چې ۳۰ سلنه یې مېرمنې وې.
د جرګې ګډونوالو پرون د یادې جرګې په پنځمه او وروستۍ ورځ سولې ته د رسېدو لپاره په ۲۳ مادو کې خپل وړاندیزونه، نظرونه او غوښتنې له افغان حکومت سره شریکې کړې.
د زندانیانو خوشي کول، په روژه کې اوربند، طالبانو ته په افغانستان کې د دفتر ورکول، د افغانستان له جمهوري نظام او د اساسي قانون له‌مخې د افغانستان د ټولو اتباعو له حقوقو څخه دفاع د جرګوالو له مهمو غوښتونو څخه وې.
ولسمشر غني تېره ورځ د جرګې د پرېکړه لیک تر اورېدو وروسته وویل چې د مشورتي لویې جرګې طرحه به د افغان دولت د لارې نقشه او عمل پروګرام وي.
ښاغلي غني همدارنګه د سولې خبرو کې د حسن نیت په ښودلو، د جرګې او روژې میاشتې ته په درناوي د ۱۷۵ طالب زندانیانو د خوشي کولو اعلان هم وکړ.
نوموړي وویل، که طالبان چمتو وي افغان حکومت حاضر دی چې په روژه میاشت کې اوربند هم عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې د عبدالله په ګډون حامد کرزي، حنیف اتمر، رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو سیاسیونو هم د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت کړی و.
خو ناټو او ملګرو ملتونو له یادې جرګې څخه ملاتړ څرګند کړی و.
 


د مطلب کود: 184493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184493/عبدالله-مشورتي-لویې-جرګې-نوې-لاسته-راوړنه-نه-لرل

آوا
  https://www.avapress.com