دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 184496
ملی دفاع وزارت: داعش وسله والو ته په کونړ ولایت کې درانده تلفات اوښتی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کونړ ولایت کې د داعش ډلې پر وړاندې د پراخو عملیاتو د پیل خبره کوي.

که څه په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې شته، خو اوس د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې افغان امنیتي هوایي ځواکونو د حملو په ترڅ کې دغې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد زبیر عارف په دی اړه وویل، د داعش پر تعلیمي مرکز د افغان امنیتي هوايي ځواکونو د دوو حملو په ترڅ کې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د دیګل سر سیمه کې د ازبکستاني او پاکستانیي وګړو په ګډون د دغې ډلې ۴۳ کسان وژل شوي دي.
ده وویل:
"افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هره شېبه هغوی څاري او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې مرکز ونیسي، هر چېرې چې اوسي، ځپل کېږي، موږ د داعش پر وړاندې ورځني او ۲۴ ساعته عملیات لرو او موږ هڅه کوو چې هر چېرې چې د هغوی ډلې او مرکزونه وي، له منځه یوسو."
ښاغلي زبیر دا هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هم د داعش ډلې پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي چې هغوی ته درنه مرګ ژوبله واړوي.
د ښاغلي زبیر په خبره، اوس داعش ډلې پورې اړوند یو شمېر محدود کسان په اچین ولسوالۍ کې شته چې هغوی به هم وځپل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د داعش ډلې د فعالیتونو له امله ۳۰۰ کورنۍ د ننګرهار له شېرزادو او خوګیاڼو والسوالیو او شااوخوا ۳۰۰۰ نورې کورنۍ د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ بېځایه شوې وې.
په ورته وخت کې د کونړ ولایت د ولایتي شورا ځیني غړي او اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښمن دي.
 
https://avapress.com/vdchwknz-23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته