دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 184525
جمهوررئیس غني: حیرتان د سیمې په لوی بندر بدلېږي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تیره مازدیګر د سولې مشورتي لویه جرګه کې د بلخ، بغلان او کندز ولایتونو منتخبو استازو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې اکرم زاده د بلخ، محمدیوسف ایوبي د کندز او عبدالولي واجي د بغلان ولایتونو په استازیتوب د افغانستان خلکو او جمهوررئیس ته د سولې مشورتي لویې جرګې د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او د زورواکو، غېر مسوولو وسله والو او مفسدینو پر وړاندې یې د جمهوررئیس د غوڅ دریځ قدرداني وکړه.
یادو ویناوالو د امنیت، لویو لارو، د ۲۱۷ پامیر قول اردو د تشکیلاتو، د پوهنې، بندونو، برېښنا، د راستنېدونکو، ښوونکو، شهیدانو او معلولینو د ښارګوټو، د پوهنتونونو د ارتقا، سپین زر تصدۍ، حلقوي سرکونو، صنعتي پارکونو، د کرکټ سټډیوم، د کندز هوایي ډګر د تاسیساتو، محلي پولیسو، د برېښنا د بیې د ټیټوالي، د غیرمسوولو وسله والو، سېلاب ځپلو ته د رسیدګۍ، د ښځو لپاره د ملکي بستونو د زیاتوالي، د امو سیند د څنډو تحکیماتو، د کندز ښار د ماسټر پلان، داخلي تولیداتو څخه د استفادې او د کوچیانو د څښاک اوبو او نورو ستونزو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې د بېساري مدیریت، نظم، ترتیب او انسجام په خاطر له ټولو مننه وکړه او د یادې جرګې استازو او ټولو هیوادوالو ته یې د دې سترې بریا مبارکي وویله.
جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د مزارشریف ښار د امنیت د لا ښه تامین په اړه لارښوونې وکړې. هغه زیاته کړه، بلخ، بغلان او کندز د سوداګرۍ بین المللي لارې دي او د دغو ولایتونو صنعتي کېدو ته به اساسي پاملرنه وشي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، که وسله وال طالبان اوربند ونه مني، نو امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې سخت وځپي، ځکه سوله زموږ لومړیتوب دی او له دې مه واره انکشاف ناشونی دی. هغه زیاته کړه، د کلیو پراختیا وزارت ته د کوچیانو د څښاک اوبو او نورو اړوندو ستونزو د حل په موخه بودجه ورکړل شوې او همدارنګه د لومړي ځل لپاره ټول وزارتونه په خپلو بودجو کې د کوچیانو باب لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د اوبو مدیریت مهم او ملي لومړیتوب دی او د وړو بندونو د جوړولو ترڅنګ به د امو سیند د څنډو د تحکیماتو شاهدان هم واوسئ. هغه زیاته کړه، د کرنې ودې او د تولیداتو د پروسس برخې ته اساسي پاملرنه کېږي او حیرتان بندر د سیمې په لوی بندر بدلېږي.
محمداشرف غني وویل، الوان دښته به د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د تبادلې لوی مرکز وي.  همدارنګه یې په ولایتونو کې ښځو ته د بستونو په اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه او وې ویل، هره ښاروالي چې زیاتې ښځې استخدام کړي، نو همغومره به یې په تشویقي بودجه کې بدلون راشي.#
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauyn6m49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته