دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 184526
ارزګان کې د هوایي بریدونو پرمهال د طالبانو د یوه سیمه ییز مشر په ګډون ۱۲ ترهګر وژل شوي
نظامي چارواکي وایي، ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ سیمه کې د هوایي بریدونو پر مهال د طالبانو د یوه سیمه ییز مشر په ګډون ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي دي.
په لوګر ولایت کې د هغه برید د جوړولو پلان یې شنډ کړی چې تر هګرو غوښتل په کابل ښار کې یې تر سره کړي او د دغو عملیاتو پر مهال یو طالب اورپکی هم وژل شوی دی.
د خبر پاڼې په حواله د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې هم د وسلو پر یوه زیرمتون برید شوی او لمنځه وړل شوی دی.
 
سرچينه : خامه پریس
https://avapress.com/vdcb5ab80rhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته