دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 184527
اروپایي ټولنه: د افغان سولې لپاره باید له جګړې پرته پراخې ټولشموله مذاکرې وشي
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې له جګړې پرته د سولې ټولشموله او پراخې مذاکرې وشي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې له جګړې پرته د سولې ټولشموله او پراخې مذاکرې وشي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي، دغه ټولنه دا تأييدوي چې په کار ده دا وار له جګړې پرته پراخې او نورې هم ټولشموله مذاکرې وشي.
رولانډ کوبيا پرون ناوخته په خپل ټوېټر کې ليکلي چې په تېرو څو مياشتو کې د مذاکرو تر څنګ په افغانستان کې جګړو هم دوام درلود.
ښاغلي کوبيا د سولې د مذاکرو پر مهال د جګړې بندولو غوښتنه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له تازه بيان وروسته کړې ده.
زلمي خليلزاد چې له تېرې چهارشنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د وسله والو طالبانو له استازو سره د مذاکرو په شپږم پړاو بوخت دى، پرون په ټوېټر کې ليکلي چې د جګړې د شدت د کمېدو لپاره د ټولو اړخونو توافق ضروري دى.
په کابل کې د سولې مشورتي لويې جرګې له پاى ته رسېدو سره سم په ځينو ولايتونو کې د وسله والو طالبانو حملې بيا پيل شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا يوه غړي محمد ناصر نظري ويلي، په قادس ولسوالۍ کې د جمعې ناوخته د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې ٧ پوليس وژل شوي دي.
زلمي خليلزاد د پنجشنبې ناوخته هم ويلي وو، د دې وخت راغلى چې وسله وال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.

 
https://avapress.com/vdcci0qsm2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته