د افغانستان دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي” په تیرو ٢٤ ساعتونو کې د درې کمانډویي عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې د کندز ولایت په اندړو، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې د ابوخالد او د دوې د دوه مشهورو سرګروپونو سرحدي قوماندان په ګډون ٥٢ تنه وژل شوي، ١ زیکویک، څو پټنځایونه او د خلکو نه د باج اخستلو ځای، یو شمیر نقلیه وسایط او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي”.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې د خپلو قومندانانو او د دغې ډلې دومره شمېر کسانو د وژل کیدو خبر نه مني او زیاتوي چې په دغزني کې څو ځایه د ملکي وګړو پر کورونو چاپې وهل شوي دي، خو طالبانو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)