کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: غزني کې د سرحدي او ابوخالد مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۵۲ ترهګر وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 ثور 1398 ساعت 11:44

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر لړ کې د کمانډویي بریدونو او هوایي حملو پر مهال یې په غزني کې د ابو خالد او سرحدي مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۵۲ طالب وسله وال وژلي دي.


د افغانستان دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي” په تیرو ٢٤ ساعتونو کې د درې کمانډویي عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې د کندز ولایت په اندړو، قره باغ او ده یک ولسوالیو کې د ابوخالد او د دوې د دوه مشهورو سرګروپونو سرحدي قوماندان په ګډون ٥٢ تنه وژل شوي، ١ زیکویک، څو پټنځایونه او د خلکو نه د باج اخستلو ځای، یو شمیر نقلیه وسایط او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي”.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې د خپلو قومندانانو او د دغې ډلې دومره شمېر کسانو د وژل کیدو خبر نه مني او زیاتوي چې په دغزني کې څو ځایه د ملکي وګړو پر کورونو چاپې وهل شوي دي، خو طالبانو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
 


د مطلب کود: 184538

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184538/دفاع-وزارت-غزني-کې-د-سرحدي-او-ابوخالد-مهمو-طالب-قومندانانو-په-ګډون-۵۲-ترهګر-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com