دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 184544
وسله والو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ حمله کړې
راپورونه وايي، ځينو وسله والو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ حمله کړې ده.

د ولايتي شورا يوه غړي بسم الله عطاش ته وويل، يوه ځانمرګي بريدکوونکي امنيې قوماندانۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد کړى دى.
د ښاغلي عطاش په خبره، درېيو نورو چې د قوماندانۍ انګړ ته دننه شوي، جګړه پيل کړې ده.
د ازادي راډيو خبريال وايي، تر اوسه روغتون ته له دې پېښې ٥ ټپيان وروړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcbaab8arhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته