دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 184565
جمهوررئیس غني د پاکستان لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښين د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره په ټلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې.

د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامین بدله شي چمتو دی، نوموړي زیاته کړه، د جمهوررئیس غني اقتصاد محور لید او فکر او سیمه ییز اتصال سره توافق لري او اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو د پلاویو په کچه د تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وشي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له جمهوررئیس غني څخه وغوښتل چې د تفصیلي بحث او د اقتصادي مسایلو او سیمه ییز اتصال په اړه د تفصیلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
د هیواد جمهوررئیس د افغانستان دسولې بهیر کې د پاکستان د لومړي وزیر د ژمنتیا قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، موږ د اقتصاد او سیمه ییز اتصال پر محور د نوې ایجاد شوې روحیې هرکلی کوو.
جمهوررئیس غني همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر بلنه ومنله او وې ویل، د دواړو هیوادونو له ډيپلوماتیکو لارو دې پاکستان ته د سفر مناسبه او مشخصه نېټه وټاکل شي.  
 
سرچينه : جمهوررئیس غني د پاکستان لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې
https://avapress.com/vdcepe8znjh8vni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته