دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 184597
په بغلان ولایت کې داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړۍ مفتي اوزبېک په ګډون څلور تنه داعش ترهګر وژل شوی
کورنیو چارو وزات وایي، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په سید اباد نومي کلي کې د داعش ترهګرې ډلې یوه مهم غړي مفتي اوزبېک ګډون څلورو داعش ترهګر وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،” مفتي اوزبېک د ترهګریزو پېښو د طرح کولو سربېره، په منځنۍ اسیا کې د داعش ترهګرې ډلې د مالي ملاتړ دنده هم په غاړه لرله، چې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې و وژل شو”.
د خبر پاڼې په حواله، له یادو کسانو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjhxevauqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته