کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو د فراه د ګلستان ولسوالۍ په پوستو کې ۲۰ سرتېري وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 ثور 1398 ساعت 13:45

د فراه ولایتي شورا څرګنده کړې، چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ پر اړوند پوستو طالبانو بریدونه کړي، چې په کې د ملي اردو له شل ډېر سرتېري وژل شوي دي.



د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع ویلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د ګلستان ولسوالۍ د توت او چکاب پر پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې په کې له شل ډېر سرتېري وژل شوي او یو شمېر نو ټپیان دي.
امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پرېکنده ماموریت ځواکونو د دې ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو مرکزونه بمبارد کړي دي.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې بریدونو کې ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
دغه راز د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغو هوایي بریدونو کې د مخدره او چاودیدونکیو توکو ۵۳ کارځي هم ویجاړ شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 184600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184600/طالبانو-د-فراه-ګلستان-ولسوالۍ-په-پوستو-کې-۲۰-سرتېري-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com