دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 184616
چین د ۴۰۰ افغان ماشومانو د سوريو زړونو درملنه کوي
د چین د سره صلیب کمیټې ژمنه کړې چې د ۴۰۰ هغو افغان ماشومانو درملنه به کوي چې زړونه یې سوري دي.

دغې کمیټې په دې اړه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره کابل کې یو تړون لاسلیک کړی دی.
چین تېر کال هم په همدې ناروغۍ د اخته ۱۰۰ افغان ماشومان درملنه کړې ده.
هغه چینایي ډاکتران چې د سره صلیب له خوا په دې دنده ګومارل شوي د کابل په یوه روغتون کې د زړه سوریو ماشومانو په کتنه بوخت دي او د زرګونو دې ماشومانو له ډلې یوازې ۴۰۰ د درملنې لپاره چین ته لیږي.

له دوی به ۱۵۰ ماشومان سږ کال او پاتې نور به په راتلونکو کلونو کې چین ته لېږدول کېږي.

د چین د سره صلیب مشر چن ژوا چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وایي، د زړه په سوري د اخته ناروغو ماشومانو په لیدو یې ټکان خوړلی دی.

هغه وویل "کله مې چې د ماشومانو سترګو ته وکتل، په ژوره توګه خواشینی شوم او ټکان مې وخوړ، د دوی په سترګو کې د ژوندي پاتې کېدو هیلې وې، دا به یو ستر کار وي چې که خپلو هېوادونو کې، د ماشومانو راتلونکې او انسانیت ته کار وکړو."

د چین د سره صلیب ټولنه په پام کې لري چې کابل کې د یوشمېر روغتونو په سمبالولو هم د دغو ناروغو ماشومانو درملنې ته زمینه برابره کړي. هغه ناروغي چې افغان ماشومانو کې مخ په زیاتېدو ده.

په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ۱۶۰۰۰ هغه ناروغان ثبت کړي چې زړونه یې سوري دي، په دوی کې د څه باندې نیمو هغو درملنه په هند، جرمني، پاکستان او کور دننه شوې ده.

د سرې میاشتې ټولنې مشره حسن بانو غضنفر وایي، هڅه کوي چې په کور دننه او بهر د دغو ماشومانو د درملنې چوپړونه ډېر کړي.

آغلې غضنفر وايي "هغه ناروغان چې زړونه یې سوري دي، ډېر انتظار نه شي کولای، له همدې امله موږ خپله ډېره هڅه کوو او له ټولو هېوادونو مرسته غواړو، کابل کې له روغتونو سره هم همکاري کوو چې بې له مړینې یا په کمو تلفاتو د هغو شپږ زرو ماشومانو درملنه وشي چې اوس د زړه د سوري رغېدا ته په تمه دي."
چارواکي دا هم وایي چې د زړه په سوري د اخته ماشومانو شمېر له هغو ډېر دی چې یادونه یې کېږي او ثبت شوي دي.
د زړه سوری چې یوشمېر ماشومانو ته له زېږېدو سره همهاله پیدا کېږي، جراحي او درملنه یې ډېرې پیسې غواړي.
ډېرې کورنۍ د بې وزلۍ له کبله د دغې درملنې لپاره د څو زره ډالرو وس نه لري او د نورو مرستو ته په تمه دي.
 
سرچينه : بی بی سی
https://avapress.com/vdcb8ab80rhbw0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته