دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 184617
بلخ کې د طالبانو یو مهم غړی له ۱۱بوتله شرابو او نظامي تجهیزاتو سره نیول شوی
کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو د ځانګړې قطعې منسوبینو د طالبانو د ترهګرې ډلې یو مهم غړی چې یوسف نومیږي له ۱۱ بوتله شرابو، یوې اندازې نظامي تجهیزاتو او یوه هایلکس موټر سره نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې، دغه عملیات تېره شپه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه مهم غړي د نیولو په پار په لار اچول شوي وو چې په پایله کې د دغې ډلې، مهم غړی یوسف له ۱۱ بوتله شرابو، یوه هالګس موټر، یوه کلاشینکوف او یوې تومانچې سره د پولیسو د ځانګړو  ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
https://avapress.com/vdccs0qsm2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته