دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 184618
په هېواد کې سیاسي بې ثباتۍ د کابل بازارونه زیانمن کړي
په کابل کې د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مسوولین د هېواد سیاسي بی ثباتي، ناڅرګند راتلونکی، د یوې اوونۍ په رخصتیو کې د مالي بنسټونو تړل کیدو او له هېواده د دالرو وتلو د افغانۍ د ارزښت د راټیټيدو تر ټولو سترلامل بولي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مسوولین وايي، چې د تېرو دوه کلونو په پرتله په روان میلا دې کال کې له هېواده ډېر دالر بهرشوي دي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړی سلیم توپان وایي؛ په هېواد کې د یوې اوونۍ لپاره د مالي بنسټونو تړل، د بهرنیو مالي بنسټونو له خوا لکه نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صنق او د پراختیایي پروګرامونو نه پلي کیدل هغه عوامل دي، چې د افغانۍ پر ارزښت یې منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان بانک مسوولین په بازار کې له خپلو تدابیرو یادونه کوي او وایي، چې نشو کولی د دالر لپاره قیمت و ټاکو؛ ځکه قیمتونه د مارکیت د تقاضا پربنسټ رامنځته کیږي.
د افغانستان بانک د پولې سیاست امر نایب جمال وایي؛ مونږ نشو کولی د دالر لپاره نرخ وټاکو، نرخونه د تقاضا پر بنسټ رامنځته کیږي. مونږه اوس هم د پیسو د راتلونکي لپاره خپل پلانونه  تنظیم کړي. هڅه کوو، چې د افغانۍ د ارزښت د سلاتلو لپاره پلان ولرو.
د افغانستان بانک مسوولین وايي د روان هجري کال له پیل راپدیخوا مو اووه سوه میلیو ن دالر مارکیت ته وړاندې کړي، چې د خپل توان تر حده به دالړۍ جاري وساتي.
 
سرچينه : اریانا نیوز
https://avapress.com/vdcdfo0fjyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته