دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 184640
د بغلان چارواکي: ډنډ غوري کې د عملیاتو پرمهال ۱۳ طالبان وژل شوي
په بغلان ولایت کې د ملي اردو دېره ځواکونه وايي چې په ډنډ غوري سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ طالبان وژل شوي دي.

په بغلان کې د دېره ۲۰۱۷ قول اردو د درېیمې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي ازادي راډیو ته وویل، افغان کومانډو ځواکونو د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په هوايي ملاتړ په ډنډ غوري کې پوځي عملیات وکړل:" ۱۳ تنه طالبان تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې چې د نړیوالو ځواکونو جټ او شینوک الوتکو یې ملاتړ کاوه، په ډنډ غوري سیمه کې وژل شوی دي."
ډګروال توکلي زیاته کړه چې په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې یو یا دوه مهم غړي هم شامل دي.
د نوموړي په وینا په‌دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي اوښتي.
طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci55azut1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته