کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان چارواکي: ډنډ غوري کې د عملیاتو پرمهال ۱۳ طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 ثور 1398 ساعت 9:30

په بغلان ولایت کې د ملي اردو دېره ځواکونه وايي چې په ډنډ غوري سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ طالبان وژل شوي دي.



په بغلان کې د دېره ۲۰۱۷ قول اردو د درېیمې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي ازادي راډیو ته وویل، افغان کومانډو ځواکونو د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په هوايي ملاتړ په ډنډ غوري کې پوځي عملیات وکړل:" ۱۳ تنه طالبان تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې چې د نړیوالو ځواکونو جټ او شینوک الوتکو یې ملاتړ کاوه، په ډنډ غوري سیمه کې وژل شوی دي."
ډګروال توکلي زیاته کړه چې په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې یو یا دوه مهم غړي هم شامل دي.
د نوموړي په وینا په‌دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي اوښتي.
طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
 


د مطلب کود: 184640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184640/د-بغلان-چارواکي-ډنډ-غوري-کې-عملیاتو-پرمهال-۱۳-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com