کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کې ۴ پاکستاني عسکر وژل شوي ۱۰ نور ټپیان دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 ثور 1398 ساعت 10:32

د پاکستان پوځ چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان دوه بریدونه شوي چې پر مهال یې ۴ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.


 

د پاکستان پوځ چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان دوه بریدونه شوي چې پر مهال یې ۴ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د برید وخت پرون دوشبنه د مې میاشتې ۶ مه ښوولی دغو چارواکي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دغه برید یو شمېر وسله والو کړی چې پر مهال یې ۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او برید کوونکي له ډیورنډ کرښې د افغانستان خاورې ته اوښتي دي.
د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلي خو پاکستاني پوځ اونۍ مخکې هم ورته ادعا کړې وه چې پر پوځي کاروان یې برید شوي او په پایله کې یې څو پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله شاوخوا ۲۵۰۰ کېلومټره اوږدوالی لري چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ غواړي اغږن تارونو پرې وغځوي.
د پاکستان پوځ ویلي چې اغزن تار د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه په دغې کرښې غځوي.


د مطلب کود: 184645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184645/په-شمالي-وزیرستان-کې-د-پاکستاني-پوځ-پر-کاروان-برید-۴-عسکر-وژل-شوي-۱۰-نور-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com