کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سره د افغانستان د سولې پر روان بهیر غږېدلی

17 ثور 1398 ساعت 10:37

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد د دغو هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره لیدلي او په دې کتنه کې یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه هغې معلومات ور کړي دي.


د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په دغې خبر پاڼه کې ویل شوي د افغانستان د سولې په راتلونکو پړاونو کې دغه هېواد غواړي له مهمو لوریو سره کار وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې سوشماسوراج له خلیلزاد سره پرون دوشنبه د مې په ۶ مه د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې هېوادونو پر رول سره غږیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن  د سې شنبې په ورځ به په دوحه کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړي.


د مطلب کود: 184646

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184646/خلیلزاد-د-هندوستان-بهرنیو-چارو-له-وزیرې-سره-افغانستان-سولې-پر-روان-بهیر-غږېدلی

آوا
  https://www.avapress.com