د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په دغې خبر پاڼه کې ویل شوي د افغانستان د سولې په راتلونکو پړاونو کې دغه هېواد غواړي له مهمو لوریو سره کار وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې سوشماسوراج له خلیلزاد سره پرون دوشنبه د مې په ۶ مه د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمې هېوادونو پر رول سره غږیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن د سې شنبې په ورځ به په دوحه کې له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرې بیا پیل کړي.