د لغمان ولایت د والي ویاند د یادې پیښې پخلی کوی او وایي چې، پیښه د الینګار ولسوالۍ اړوند د مسکین اباد په سیمه رامنځته شوې چې، په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان ډګروال سید عارف سادات او د هغه دوه سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی.
دغه راز په دې چاودنه کې د الینګار ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند درې سرتېري ټپیان شوي هم دي چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)