نن سه شنبه له غرمې مخکې شاوخوا یولس بجې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیه قومندان او دوه سرتیري یې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله وژل شوي.
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 ثور 1398 ساعت 13:09
نن سه شنبه له غرمې مخکې شاوخوا یولس بجې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ امنیه قومندان او دوه سرتیري یې د سرک غاړې ماین چاودنې له امله وژل شوي.
د لغمان ولایت د والي ویاند د یادې پیښې پخلی کوی او وایي چې، پیښه د الینګار ولسوالۍ اړوند د مسکین اباد په سیمه رامنځته شوې چې، په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان ډګروال سید عارف سادات او د هغه دوه سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی.
دغه راز په دې چاودنه کې د الینګار ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند درې سرتېري ټپیان شوي هم دي چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د مطلب کود: 184658