دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 184662
کندهار ولایت کې ۱۵ مېګاواټه لمریز برښنا پروژې کار بشپړ شو
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ۱۵ مېګا واټه لمریزې برښنا د پروژې د کار د بشپړېدو خبره کوي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال فضل‌الحق مشکاڼي په دی اړه رسنیو ته وویل چې په‌دغې پروژې سره به په‌دغه ولایت کې د فابریکو د برښنا ستونزه تر یو بریده هواره شي.
دی وايي:
"زموږ ډېری فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله له فعالیت پاتې دي، له دې سره هم ستونزې ټولې نه‌حلېږي، خو تر یوې اندازې به هوارې شي."
د ښاغلي مشکاڼي د معلوماتو له مخې په‌دغه ولایت کې ۲۵۰ فابریکې شته چې له دې شمېر ۱۵۲یې فعالې او پاتې نورې یې غیر فعالې دي.
نوموړي وویل، د ولاړو فابریکو په بېرته فعالېدلو سره به ډېری کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
https://avapress.com/vdcce0qsi2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته