دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 184671
د کابل د وروستیو پایلو د اعلام په اړه پرېکړه شوې
ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اړه خپله پرېکړه وروستۍ کړې او د اعلامولو لپاره یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لیږلې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي آریانا نیوز ته ویلي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د پرېکړې له تطبیق وروسته به د کابل د ټاکنو وروستۍ پرېکړه اعلام شي.
په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې په دوه ویشت ناحیو او څوارلس ولسوالیو کې له ګڼو نیمګړتیاوو سره مل تر سره شوې، چې د شپږ میاشتو په تېریدو اوس هم د دغه ولایت پایلې ندي اعلان شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېره ورځ په ډاګه کړه: د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو شل په سلو کې پاڼې لادرکه شوي؛ ځکه، نو د پایلو اعلان ځنډیدلی دی؛ خو ولسمشر غني د کابل ولایت د ولسي جرګې له غړیو پرته ملي شورا پرانیستله او د دې جرګې د ا داري پلاوي ټاکنې د کابل د پایلو د ځنډيدو له کبله یوه اوونۍ شاته وغورزول شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm0qss2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته